X
تبلیغات
= روشنایی -- b-- - دافغانستان معاصر تاریخ : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) / تاریخ

روشنایی -- b--

روشنایی رسانهء آزاد که درون مایه آنرا ( فرهنگ، علوم، سیاست و اطلاعات) تشکیل میدهد

دافغانستان معاصر تاریخ : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) / تاریخ

 سرچیني : دانترنیت له ویب سایت څخه  

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل) 

                               لنډیز                                    

دافغانستان معاصر تاریخ

 دشرقی  هند د کمپنی له  جوړیدوڅخه تر د درنی  احمد شاه ټاکنی پوری د افغانستان د پاچا په حیث (۱۶۰۰-۱۷۴۷عیسوی کلونه) 

   دتاریخ په دی پړاو کی دافغانانو او د انګلیسانو تر مینځ تماسونه اومرودات ډیر کم وه ، یعنی تر دی دمه افغانستان دیو هیواد په بڼه مینځ  ته نه وه  راغلی ، د پارس  صفوی امپراتوری په ختیځ کی ترقندهارپه شمالغرب کی د مغول ترامپراتوریاویوڅه دکابل ترشمال پوری وسعت اوپراختیا درلوده،دهندوکش څخه په هغه غاړه یو څه وچه دافغانی ترکستان په نامه دازبک خان تر واکمنی لاندی قرار لرل .

    دشرقی هند کمپنی خپل لمړنی دریایی سفر دهند په لور په  (۱۶۰۰)عیسوی کال پیل وکړ، اوتر (۱۶۱۳)عیسوی کال پوری بی له دی چی دتل دپاره په هند کی میشته شی د یو سیار دریایی سوداګری سازمان په بڼه خپل دندی ته دوام ورکول، د سورات  د فابریکی  د جوړیدو څخه  وروسته (کال۱۳۱۶) چی په هند کی د شرقی هند دکمپنی لمړنی فابریکه وه ، یولړ ډیرنوری فابریکی هم یودبل پسی دهند په نیمه وچه خصوصاً دهند په  شرقی  برخو  کی په  بیړه  سره  جوړ اوپخپلو دندو او هڅو پیل و کړل .              

   انګریزان په منطقه کی د مغلود اړیکوپه اړه کوم چی دهغه برخی دخلکواواړینو مقاماتو سره درلودل پوره پوه  او باخبروه اودخپل جاسوسانودراپورونو له لاری ترلاسه کول دوی همدارنګه له هغه وروستنی کشمکشونو او یرغل څخه چی د بلخ به اړه تر لاس لاندی نیول شوی وه هم باخبر وه لاکن د رارسیدلی راپورونو پر بنیاد سوداګریزی فعالیتونه په  کابل  او قندهار  کی دومره اهمیت پیداکړی وه  چی دیرغل او دجګړی خبره تر پوښتنی لاندی وړی وه ، مګر بیا هم  د هندشرقی کمپنی دی ته  چمتو نه  وه او یا یی نه غوښتل چی په هغه  ناقراره  منطقه  کی فابریکی  جوړ کړی .

    دیادونی وړ خبره دا دی چی په عین وخت کی په پارس کی دکمپنی فابریکی د اتلسم پیړی په اوایلو کی د افغیونو(افغانانو)په واسطه(غلجیانودمیرمحموداومیراشرف تر مشری)دمشوری پر اساس لوټ شول ،په دی وخت کی نادر افشار دغلجیانو دشړلود پاره یو منظم نظامی قوت برابرکړچی په دی نظامی قوت کی ډیرسواره نظامیان یی غلجیان اوابدالیان وه ، اونادر افشار نظر ایرانی سپاهیانونه پردوی یعنی پر غلجایی اوابدالی اجیر سپاهیان باندی زیات باور درلود ،چی دا پخپله دهغی دمړنی اود اعدامولو زمینه (کال۱۷۴۷) برابرکړ، اووروسته له هغه دنادری دغه اجیر سپاهیان مټی راونغړل اوټول ایرانی خپل مخالفین اودښمنان یی له یوسره له قندهارڅخه وشړل ، اود قندهار د خلکو په مټ اومشوری سره  دی  فیصلی ته  ورسیدل  چی  پخپل ترتسلط لاندی  قلمروکی  ځانته  یو پاچا او مشر  وټاکی ، وروسته له ډیرو خبرو اترو احمدخان یی چی دپوپلزایی له شاخی (پښه) څخه سدوزایی قبیلی پوری مربوط وه دخپل مشر او پاچا په حیث وټاکل اوپرهغه باندی دپاچاهی لنګی وتړل اود افغانستان پاچا شو .

 لنډیز :  دافغان دسلطنت پیدایښت او دمیسیون مونتستورات ایلپستن ماموریت ۱۷۴۷-۱۸۰۹    

دوچی  هغه  برخی چی  د درانی احمدشاه د امپراطوری ترتسلط لاندی پروت وه دکتنی وړوسعت او پراختیا درلود اودهغه پراخوالی په شمال کی دجیحون (امو) اوکافرستان (ننی نورستان)،په لمرختیځ کی ترکشمیراود تبت تر سرحده اوپه غرب کی ترخراسا نه په شمول دبلوچستان ، سند اود عرب دبحرترتړانګه پوری وه ، اوهم دهغه دامپراطوری په تشکیل کی دایل اودتبارو(قومونو)حکومتونه هم شامل وه  دلوی احمدشاه تر مړنی وروسته دهغه امپراطوری پخپل مخکینی حالت داوږدی مودی دپاره پاتی نشو،تباری اوایلی حکومتونه په خراسان ، سند ، قلات ، بلوچستان ،بلخ ، اود افغانی ترکستان په آقچه کی په بیړه سره په مختلفو نومونو اوالقابوسره ددی لوی امپراطوری په راچپه کولواوانقراض کی ونډه واخیستل،دقاجارکورنی په ایران اود پنجاب سکانو درنجیت سنګه تر مشری د ترلاسه کړل شوی په  برخوکی خپل حکومتونه جوړکړل .دهیواد په دننه کی درانیوهم پوری کړل .     

   پخپل مینځ کی په مخالفتونو اودښمنیو ،دیادونی وړ مطلب دادی چی لوی حمدشاه دخپل پلانونو دمخکی وړلو دپاره به یی تل د نهووایلی قبایلو دمشرانو اوسردارانو سره مشوری کول اوخپل هر ستونزی دهغو په کلک ملاتړ سره حلول اوهم یی په ډیر مهارت او درایت سره خپل نظزیات پر هغو باندی قبلول ،لاکن تیمورشاه او زمانشاه دواړه دخپل   زمامداری په وخت کی وغوښتل چی دنوموړی قومونو دمشرانو له مشوری اخیستلو څخه ځان ګوښه کړی اودهغو دمشوری څخه پرته خپل پلانونه عملی کړی ، یعنی دوی پخپل لاس دنوموړی سردارانو له کلک ملاتړ څخه ځان محروم کړل او د ځینو درباری مشاورینو دمشوری په پام کی نیولو سره دایران دشاهی نظام په څیر دشاهی نظام په جوړولو لاس پوری کړل اود خپل خوښی سره ملکی او نظامی مامورین یی په لوړو مقامونو مقرر او وټاکل .             

     زمانشاه دهغه خودخواهی له مخی  چی درلوده،ځان سره دا بند وبست کړ چی پرهندوستان باندی یرغل وکړاوهغه هیواد تر خپل ولکی لاندی راوړی ، مګر هغه پخپل یرغل سره یواځی لاهور تر لاسه کړ او ونشوکړی چی دهند په نیمه وچه کی مسلط شي .دیادونی بل خبره خو دادی چی دهند شرقی کمپنی په دی وخت کی دهند په شمال کی هم خپل دقدرت ریښی زیات ټینګ کړی وه او دفرانسی اود افغانانو د احتمالی یرغل او تهدید څخه په ویره کی نه وه ، نوپه دی بنیاد نوموړی کمپنی خپل یواستاذی دافغانستان دننی اوضاع دپوره معلوماتو د ترلاسه کولو دپاره اود منطقی دوضعی دراپورد وړاندی کولودپاره دزمانشاه دربار ته ولیږل اوپه (۱۷۹۸) کی خپل خاص استا‌ذی دایران شاهی دولت ته ولیږل ، چی دایران دولت پاملرنه دی ته راجلب کړی چی دهغه هیواد په شرقی سرحداتو کی میشته افغانان سره راټول شوی دی چی دا پخپله ستاسی شاهی دولت ته لوی ګواښ دی ، یعنی انګریزی استاذی دایران دولت د افغانانو پر ضد را وپارول او خپل هدف تر لاسه کړ .           

   له بلی خوا څخه دفتح خان (مشهورپه وزیر فتح خان) محمد زایی اواکرام خان علیزایی په مرسته سره ، محمود میرزا (کال۱۸۰۰) له زمانشاه څخه واک تر لاسه کړ او هغه یی له قدرته رانسکور کړ ، زمانشاه وروسته له نسکوریدو څخه وتښتید اوپه لودیانه کی ځان پټ کړ ،اوهغه په دی باور نه وه چی په مخفیګاه کی دهغه مستمری معاش د شرقی هند دکمپنی له لوری حواله کیږی ؟ په (۱۸۰۳) کی محمودمیرزا دزمانشاه دسکنی ورور شجاع الملک په واسطه سره له واکه را نسکورشو ، شجاع الملک هغه وخت په واک ورسید چی دهیواد په هرګوټ کی اړدوړ  خانه جنګی اوناقراری وه اوولایتونه یو بل پسی له مرکزه خپل تابیعت شلول اوپخپل ځان متکی کیدل .                        

   په هر صورت انګریزانو د فرانسی دهغه فعالیتونوپه اړه کوم چی په مینځنی ختیځ کی درلوده اوپه دی هڅه اواند کی وه چی ممکن دافغانستان له لاری ناپیلیون پر هندوستان یرغل وکړی خوابد اوپه ویره کی وه اود ناپیلیون احتمالی یرغل یی ډیر جدی ګڼل ، اود انګریزانو تشوش دهغه لاسته راغلی معلوماتو اواطلاعات له امله کوم چی دخپل جاسوسانو په کمک سره او هم دجورج فورستر دشل کلن مشاهداتو اوکنجکاوی څخه تر لاسه کړی وه په دی فکر ولویدل چی دنوموړی احتمالی حملی د شنډولو دپاره باید څه پریکړی وکړی ،وروسته له يو څه تفکر څخه دی نتیجی ته ورسیدل چی باید یولړ دیپلوماتیکی فعالیتونه په منطقه کی تر سره کړی ، همغه وه چی انګریزانو خپل سیاسی او دیپلوماتیک استاذی هم له لندن اوهم له کلکتی څخه دمونستورات الفستین ترمشری لاندی یوشمیر هیوادونو ته دناپیلیون داحتمالی یرغل دهند په نیمه وچه کی د افغانستان له لاری د پوره  معلومات اوراپور ونود    وړاندی  کولو دپاره ولیږ.ل اودهغود کمک اوحمایت غوښتنه وکړ. دانګریزانو استاذی په لمړی سرکی د ایران شاهی دربار  ، دسند امیرنشین ، رنجیت سنګ ته په لاهور اودشاه شجاع دربارته په پیښور کی دسفر بند وبست وکړ ،کله چی دانګریزانو استاذی مونستورات دشاه شجاع دربار ته هغه وخت چی شاه شجاع پخپل پادشاهی تخت کی ناست وه دتشریفاتو دمسول شحص له خوا وروپیژندل شو ، پاچا هغوی ومنل اودهیت سره وروسته له روغبړ په مذاکره کیناست اودیولړ جروبحث څخه وروسته کوم چی دانګریزی استاذی له خوا د فرانسی اویا دایران له خوا پرهند باندی دیرغل خبری  دافغانستان له لاری  وړاندی کول او دخپل د دولت  تشویش دهندوستان دحکومت په نیابت باندی پری رڼا اچول له شاه شجاع څخه غوښتنه یی داوه چی دافغانستان دلاری هیچا ته تاسی باید اجازه ورنکړی چی پرهند باندی یرغل وکړی ، چی ا لبته دغه وړاندیز دشاه شجاع له خوا هم څه نا څه ومنل شو ، اودیو عهد نامی په شکل سره له دواړو خوا څخه په امضا ورسید ، دعهد نامی لیک په یو ډول ډیر ټینګ رنګ سره لیکل شوی وه  چی ترډیرو کلونوپوری به دکاغذ پر مخ دیو یادګار په ډول پاتی شی اودابه دمونستورات الفستین یوله کلاسیک کارونو څخه د افغانی او انګلیسی اسنادو دتبادلی په تاریخ کی به تلپاتی وی . په هرصورت کله چی لاس لیک کړل شوی عهد نامه دشرقی هند کمپنی ته ورسید ، هغه وخت وه چی د افغانستان په دننه کی دنفاق او خانه جنګیو اوربل شوی وه اوانګریزانو ته دکوم تشویش ځای پاتی نه وه .

                                                      دوام لری

 

دافغانستان معاصر تاریخ

 

لمړی برخه

 

          پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

 

 

 

څلورمه برخه

دوهمه برخه

 

 

او پنځمه برخه

دریمه برخه

 

 

شپږمه برخه

+ نوشته شده در  چهارشنبه 1387/11/02ساعت 9 بعد از ظهر  توسط مسئول بخش  |