په افغانستان کې ځينې امنيتي شرکتونه تړل کېږي
په افغانستان کې د پوليسو چارواکي وايي چې په کابل کې يې د يو شمير امنيتي کمپنيو د تړلو چاره پيل کړې ده. دا هغه کمپنۍ دي چې د دولت له اړخه يې د اخيستل شوې اجازې موده پاى ته رسيدلې وه.
د کابل د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په تيرو څو ورځو کې يې د دغو شخصي کمپنيو نه ايله دوه تړلي او د نورو د تړلو هڅې هم روانې دي.
دغه چارواکي وايي دم گړۍ تر ٦٠ زياتې امنيتي خصوصي شرکتونو په شاوخوا کې په کابل کې امنيتي دندې ترسره کوي .
د پوليسو چارواکي دا مني چې د دغو شرکتونو يو شمير کارکوونکي په سترو جنايتونو، داړو، سړي وژنې او نورو شوکو کې ښکېل دي. د کابل د پوليسو د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر عليشاه پکتياوال وايي چې پخوا هم د دغو شرکتونو کارکوونکي په ورته تورنو نيول شوي او د يو شمير نورو نوم لړ اوس هم د کابل د پوليسو په واک کې دى.
د کابل پوليسو د چارواکو په وينا همدا اوس هم د هغو مشکوکو کسانو نوم لړ چې په غلا غديو کې ښکېل دي او د دغو شرکتونو سره تړاو لري د پوليسو تر پلټنې لاندې دى.
دغه چارواکي وايي چې دا مهال د ٦١ په شاوخوا کې شرکتونه يوازې په کابل کې فعاله دي چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دي. د دوى سره ماشيگڼې، راکټونه او لاسي بمونه شته چې پخوا يې د افغانستان له دولته اجازې تر لاسه کړي دي.
خو تر دې مهاله روښانه نه ده چې څومره کمپنيو د افغان حکومته د فعاليت جواز تر لاسه کړى دى تر دې وړاندې يو شمير کابل ښاريانو هم له دولته غوښتي وه چې دغه شرکتونه دې وتړي ، هغوى هم په دې خبره ټينگار لاره چې د دغو کمپنيو کارکونکي په غلاوو او وسله والو شوکو کې ښکيل دي.
خو افغان چارواکي وايي چې يوازې هغه خصوصي کمپنۍ تړل کيږي چې د هغوى د کار د جواز موده تيره شوې او تر دې وروسته د هغوى چارې ناقانونه گڼل کيږي . اوس مهال زرگونه کسان په دغو کمپنيو کې په کار بوخت دي چې د بهرنيو ادارو ، يو شمير بانکونو او په افغانستان کې د بيا رغاونې د ادارو د امنيت چارې پر مخ بيايي. بی بی سی
= = = = =
'تلفات غیرنظامیان' افغان در عملیات آمریکا
مقامات افغان می گویند سه غیرنظامی در نتیجه بمباران نیروهای آمریکایی در جنوب غرب کابل کشته شده اند.
این بمباران در منطقه موسوم به ملاخیل در ولسوالی جلریز ولایت وردک پس از آن صورت گرفت که نیروهای ائتلاف تحت فرمان آمریکا، در همین منطقه هدف یک بمب گذاری قرار گرفتند.
در این انفجار که توسط دستگاه کنترل از راه دور صورت گرفت، یک موتر (خودرو) مربوط به نیروهای آمریکایی منهدم شد. از تلفات احتمالی به این نیروها گزارشی در دست نیست.
نیروهای ائتلاف بمباران در ولسوالی جلریز را تایید کرده اند.
یک سخنگوی ائتلاف به بی بی سی گفت که هنوز گزارش مفصل این بمباران و تلفات احتمالی ناشی از آن، در اختیار قرار ندارد.
'تلفات طالبان و غیرنظامیان'
محمد آصف، امر امنیت میدان وردک به بی بی سی گفت در نتیجه این بمباران، پنج نفر از شورشیان وابسته به طالبان نیز کشته و دو نفر دیگر زخمی شده اند.
در این بمباران به گفته آقای آصف، سه غیرنظامی که یک زن و شوهر را نیز شامل می شود به قتل رسیده اند و هفت نفر دیگر زخم برداشته اند.
آقای آصف همچنین گفت که چندین منزل مسکونی در این حادثه تخریب شده است.
تلفات غیرنظامیان در افغانستان چیزیست که بارها خشم مردم این کشور و مقامات دولتی را برانگیخته است.
نهادهای دفاع از حقوق بشر نیز از نیروهای ناتو و ائتلاف در افغانستان انتقاد کرده اند که به گفته آنان، در عملیات نظامی خود از احتیاط لازم کار نمی گیرند.
ادعای نظامیان خارجی در افغانستان این است که طالبان از غیرنظامیان به عنوان "سپر انسانی" استفاده می کنند و می خواهند از تلفات غیرنظامیان به سود خود بهره برداری کنند.
BBC